د مقتول اينکر ارشد شريف مور د خپل ځوئي د قتل کيس کښې چئيرمين تحريک انصاف، فيصل واوډا،مراد سعيد،عمران رياض او د نجي ټي وي مالک سلمان اقبال شامل تفتيش کولو درخواست دائر کړو
د ارشد شريف مور دا متفرق درخواست سپريم کورټ کښې په دي معاملي زير التوا ازخود نوټس کيس کښې ورکړې ، په درخواست کښې دا استدعا شوي چي د ارشد شريف مرګ په اړه دي دغي ټولو کسانو نه شواهد ترلاسه کړے شي، هغوي اوئيل چي زما د ځوي د قتل تحقيقات دي په پاکستان کښې کيدونکي سازش نه شروع کړے شي ځکه چي يو شمير تنانانو د ارشد شريف د قتل سازش په اړه معلومات لرلو دعوا کړې ده
د ارشد شريف مور دا دعوا هم کړې چي د حکامو لطرفه نه خو هغوې ته فيکټ فائينډنګ کميټې رپورټ او نه د جے آئي ټې رپورټ فراهم کړے شوې د ارشد شريف مور اوئيل چي سپريم کورټ نه استدعا کوم چي جے آئي ټي سربراه له حکم ورکړې چي دا پنځه کسان په تحقيقاتو کښې شامل کړې