ملائيشا جيلونو کښې قيد پاکستانيانو ته دې قانوني مدد ورکړې شي: اسد قيصر

0
57
ملائيشا جيلونو کښې قيد پاکستانيانو ته دې قانوني مدد ورکړې شي: اسد قيصر

سپيکر اسد قيصر ملائيشن هم منصب ته خط ليکلې چې ملائيشا جيلونو کښې قيد پاکستانيانو ته دې قانوني مدد ورکړې شي ولې چې اکثره مزدور کار طبقه ده چې هغوي سره قانوني چارو لپاره هيڅ قسمه وسائل نشته
د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر ملائيشيا حکومت ته خط ليکلې چې پاکستاني مزدور طبقه چې کوم د مزدورۍ په تکل کښې ملائشيا ته تلي دي
او هلته په معمولي مقدماتو لوجې جيلونو کښې بنديوان دي
خط کښې ليکلې شوي چې پاکستاني تارکين وطن يو غټ تعداد کښې کاروبار په غرض بيروني ملک ته ځي چې په دې کښې غريب خلق دي چې هغوي سره د قانوني لار خپلولپاره هيڅ درک نه لري
اسد قيصر وئيلي دي چې دغه پاکستانيانو سره دې قانوني لار خپله کړې شي او ملائيشيا حکومت ورته قانوني امداد ورکړي چې ورسره به دغه غريب خپل وطن ته واپس راشي