ملاعمر کله هم پاکستان کښې نه وو پټ شوے

0
126
ملاعمر کله هم پاکستان کښې نه وو پټ شوے

هالينډ سره تعلق لرونکي صحافي د ملاعمر په اړه کتاب ليکلي، کتاب کښې ئې انکشاف کړے چې ملاعمر کله هم پاکستان کښې نه وو پټ شوے ،د هغه د موجودګۍ پحقله امريکه د غلط فهمۍ ښکار شوې وه او ملاعمر زياتره وخت د امريکائي پوځي آډو سره نزدې تير کړے دې،
هالينډ سره تعلق لرونکي صحافي بيټے ډيم د طالبانو مشر ملا عمر په باره کښې يو نوے کتاب ، دي سيکريټ لائف آف ملاعمر ، کښې انکشاف کړے دے چې په عمومي توګه د امريکې واکمنو دا ګمان وو چې هغه په پاکستان کښې پټ دے ولې په حقيقت کښې داسې نه وه،
صحافي بيټے ډيم خپل کتاب وئيلي دي چې ملاعمر د افغانستان زابل ولايت کښې د امريکې اهم پوځي اډے نه صرف په درې ميله فاصله کښې رهائش پزير وو،
د کتاب ترمخه امريکه کښې د نائن اليون پيښې ورستو ملاعمر ته امريکې اډې سره نزدې خفيه کمرو کښې پناه ورکړے شوې وه ، د ملاعمر سر قيمت امريکې يو کروړ ډالر مقرر کړے وو
په دغه کتاب کښې دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې د طالبانو له اړخه څو ځلې دعوو برعکس ، ملاعمر خپل تنظيم چلولو کښې کامياب نه وو ، البته دا ئې وئيلي وو چې د دوي منظورۍ سره د قطر سرښار دوحا کښې د طالبانو دفتر قائم شوے