ملاکنډ،پېښور ډويژنو پشمول د ملک بالائي علاقو کښې د نور باران امکان

0
29
راتلونکښي شواروز کښي بلوچستان او خيبر پختونخوا کښي د معمولي باران امکان دے

موسمياتو محکمې وئيلي نن د ملاکنډ او پېښور ډويژنو پشمول د خېبرپښتونخوا په ځينې برخو کښې د نور باران امکان دے ، کشمير او ګلګت بلتستان کښې هم د باران امکان څرګند شويدے ، د پنجاب په ميداني علاقو کښې به سحر په وخت لړه خوره وي ، دې نه علاوه به د ملک په نورو برخو کښې موسم يخ او وچ وي
موسمياتو محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلے شويدي چې نن د ملاکنډ، هزارې ،مردان او پېښور ډويژنو پشمول د خېبرپښتونخوا په ځينې نورو علاقو کښې د نور باران په او غرونو د واورې وريدو امکان دے
نن د پنډۍ پشمول د پنجاب په بعضي بالائي برخو ، اسلام آباد ، کشمير او ګلګت بلتستان کښې هم په ځينې ځايونو کښې د نور باران او په غرئيزو علاقو کښې په غرونو د واورې وريدو امکان دے
دې دوران به د پنجاب په ميداني علاقو کښې د سحر او شپې په وخت کښې لړه هم خوره وي ، دې نه علاوه به د ملک په نورو برخو کښې موسم يخ او وچ وي ، تېر شواروز دوران د ملک په زياتره برخو کښې باران او په غرونو واوره ورېدلې ده ، کالام کښې د ټولو نه زياته پينځه ويشت انچې ، مالم جبه دري ويشت، مري څوارلس او استو کښې پينځه انچې واوره ريکارډ کړے شوېده