ملاکنډ ډويژن کښې د باران په وجه مختلفو پېښو کښې اته کسان پحق رسيدلي

کوزدير ادينزي تحصيل کښ ده کور چهت غورځيدو پيښه کښ درے کسان مړه شوي

د ملاکنډ ډويژن په مختلفو سيمو کښې د باران په وجه د کورونو چهتونو او لينډ سلائيډنګ پېښې رامخې ته شوي چې پکښې اته کسان پحق رسيدلي او څلور ژوبل شويدي، مقامي خلقو او امدادي ادارو ژوبل کسان او مړي د ملبو نه راويستي، او ژوبل کسان ئې متعلقه هسپتالونو ته علاج لپاره منتقل کړيدي
د ملاکنډ په سخاکوټ علاقه کښې د زيات بارانونو په وجه کچه کوټهه راپريوتې چې پکښې څلور کسان پحق رسيدلي دي، حق رسيدلي کسانوکښې مور، يو زوي او دوه لوڼه شامل دي، د واقعې وروستو مقامي خلقو او امدادي ادارو مړي د ملبې نه راويستل، هم دغه رنګ دويمه پېښه د باجوړ تحصيل خار په سعيدآباد علاقه کښې د باران په وجه د يوکور چهت راپريوتے چې پکښې يوکس پحق رسيدلے، چهت پکښې يوه زنانه او دوه ماشومانې ژوبل شوي هم دي، دريمه پېښه د بره دېر جيلاړ علاقه کښې رامخې ته شوې په کوم کښې چې يوه ماشومه پحق رسېدلې او يوه ژوبل شوېده، هم دغه رنګ د لوئردير په ميدان کښې علاقه کښې په يو کور غر راخوئيدلے په کوم کښې چې دوه جينکۍ په حق رسيدلي دي، بلخوا تېره ورځ په صوابۍ کښې هم د باران په وجه يو کور راپريوتے وو چې پکښې درې کسان پحق رسيدلي وو