ملاکنډ کښې سماجى کارکن محمدزاده اګروال وژنه

مالاکنډ کښې سماجي کارکن محمد زاده اګروال د وژلو معامله، سنيټر مشتاق ترمخه سماجي غړي محمد زاده ته تمغه شجاعت ورکولو تجويز وړاندې شوي، او کمشنر مالاکنډ وئيلي چې د محمد زاده قاتل او د منشيات فروشو مشر نثار په پنجاب کښې پټ دې، او زر به اونيول شي

مسنيټ هيومن رائټس کميټي اجلاس کښي د ملاکند سر تعلق لرونکي سماجي کارکن محمد زاده اګروال په وژني په اړه بځث کښې سنيټر مشتاق احمد خان د واړ خدماتو باندي تمغه شجاعت ورکول تجويز وړاندي کړو، سينيټر مشتاق سنيټ هيومن رائټس کميټي اجلاس کښې اووئيل چي د مالاکنډ کمشنر سيد ظهير الاسلام لوظ کړې چې راتلونکي شپږ مياشتو کښې به مالاکنډ کښې ريګولر قوانين او پوليس به متعارف کړې شي، سينيټر مشتاق دا هم وئيلي چې غونډه کښې د محمد زاده اګروال کورنۍ ته دې سرکاري نوکري ورکړي شې ، او هغه په مړانه او نرتوب دې تمغه شجاعت ورکړې شي، سينيټر مشتاق وينا ترمخه کمشنر مالاکنډ وئيلي چې د محمد زاده قاتل نثار نيولو لپاره جوائنټ انوسټيګيشن ټيم جوړ کړې شوي، او هغه به زر اونيول شي