ملک رياض نه چي برطانيه کښې برامد کړي شوې رقم به د سپريم کورټ په اکاونټ کښې جمع کولې شي

بلاول بهټو ته داسې سرټيفکيټ نه دې ميلاؤ شوې چې هغه ته به څوک لاس نه لګوي

د احتساب لپاره وزير اعظم مشير شهزاد اکبر وئيلي دي چي نيشنل کرايم ايجنسي چي برطانيه کښې کوم رقم برامد کړيدي هغه به د سپريم کورټ په اکاونټ کښې جمع کولې شي ،
د رواني مياشتي په اوله کښې نيشنل کرايم ايجنسي برطانيه کښې د پاکستان مشهور بزنس ټائيکون ملک رياض غير قانوني اثاثي برامد کړي وي، دا رقم يو سل نوي پاونډز يعني پاکستاني اتويشت ارب روپۍ جوړيږي،
د وزير اعظم مشير برائے احتساب شهزاد اکبر وئيلي دي چي اين سي اے دغه رقم پاکستان ته ورکولو باندي رضامندي ښودلي ده او دا به د سپريم کورټ په اکاونټ کښې جمع کولے شي،
شهزاد اکبر مطابق سپريم کورټ د حکومت له طرفه دغه رقم وصولولې شي