ملک لياقت په ګاډي حملې او دي کښې ککړ کسانو نيولو دپاره په زرګونو خلقو احتجاج کړی

کوز دير تحصيل ميدان کښ ده پی ټی آئی ، ايم پی ا ے ملک لياقت په ګاډي حملې او دي کښې ککړ کسانو نيولو دپاره په زرګونو خلقو احتجاج کړی او حکومت ته ده ککړ کسانو ګرفتارۍ دپاره دري ورځي وخت ورکولو سره ناکامي په صورت کې ټولې ضلعي بندولو دړکه ورکړې ده
په دي سلسله کښې ده لعل قلعه لوبو په ګراونډ کي احتجاجي غونډې تابيا شوي ده چه په کښ ده ميدان ده مختلفو برخو نه په زرګونو خلکو شرکت کړي وو .مظاهرچیانو ده ضلعي انتظامئي او صوبائي حکومت په ضد نعري وهلي مظاهره چیانو کښې د جماعت اسلامي عتیق الرحمن، پی پی پۍ نواب ذاده ، تحريک انصاف محمد علي شاه، اے این پی عمر زمان او د نورو وينا وه چه دميدان اولس پرامن سيمه کې آمن غواړي دوئ اويل چه که چري حکومت اولس ته تحفظ نه شي ورکولی نو ميدان دي پريږدي مونږ به چري هم دميدان حالت خرابیدو ته پرينږدو مظاهره چیانو ده ملک لياقت په ګاډي حملې کښ ککړ کسانو نيولو دپاره دري ورځي وخت ورکولو سره دهړکه ورکړی که چري حکومت ملزمانو په په نيولو کې ناکام شو نو دوئ به ده لعل قلعه تهانړي ګيراوکوي