ملک نه به ډير زر د معاشي بحران خاتمه اوشي، سپيکر قومى اسمبلى

عوامي مسائل حل لپاره د ټولو جماعتونو اتفاق رائے ضروري ده، اسد قيصر

سپيکر قومي اسمبلي اسد قيصر وئيلي دي چي ملک نه به ډير زر د معاشي بحران خاتمه اوشي حکومت به خپل وخت پورا کوي د عمران خان په قيادت کښ به ملک د ترقي په لار روان دے دا خبري سپيکر قومي اسمبلي اسد قيصر په کوټها کښ يو غنډي ته پخپله وينا کښ اوکړه سپيکر قومي اسمبلي اوئيل چي رمضان المبارک کښ به د لوډشيډنګ جن په بوتل کښ بنداوو او عوامو ته به ريليف ورکوو هغه زياته کړه چي د بجلي په اړه درپيښي مسئلي په ترجيحي بنيادونو حل کوي هغه اوئيل چي د لوډشيډنګ په اړه ډير شکايات ملاويږي په دي حلقه پيسکو حکمت عملي تيار کړي ده موجوده حکومت عوامو ته بنيادي سهوليات رسولو دپاره اقدامات کوي عوامو سره کړي وعدي پورا کولو دپاره به عملي ګامونه پورته کوو صوابي په تاريخ کښ په وړومبي ځل په تعليم ، صحت او نور ترقياتي منصوبو د اربو روپو کار روان دے سپيکر قومي اسمبلي په رائيټ بينک کښ د کوټها فيډر او پنج پير کښ د ګيس پرانسته هم اوکړه په دي موقع ده ډيډک چيئرمين او د قومي اسمبلي غړے حاجي رنګيز خان ، د قومي اسمبلي غړے عاقب الله خان، تحصيل ناظم ټوپي سهيل يوسفزئي او نور اعلي چارواکي هم موجود وو