ملک په اته لويو ښارونو کښې د ګټر په اوبو کښې د پوليو وائرس انکشاف شوي

0
31

د ملک په اته لويو ښارونو کښې د ګټر په اوبو کښې د پوليو وائرس انکشاف شويدې ، انسداد پوليو پروګرام رپورټ مطابق د کراچې، لاهور، پيښور، بنو، پنډې، قلعه عبدالله، پشين او کوئټه کښې ګټر په اوبو کښې د پوليو وائرس تصديق شويدې
د انسداد پوليو پروګرام رپورټ کښې انکشاف شويدي چې د ملک د اته لويو ښارونو کښې د ګټر په اوبو کښې د پوليس وائرس تصديق شويدي چې پکښې کراچۍ ، پيښور، بنو، لاهور، پنډۍ، قلعه عبدالله ، پشين اور کوئټه شامل دي
انسداد پوليو پروګرام مطابق د ګټر په اوبو کښې د وائرس تصديق ورستو معلومه شويده چې د ماشومانو دپاره د پوليو خطره وس هم موجود ده نو ځکه د جنورۍ مياشتي په يويشتمه نيټۀ شورو کيدونکي پوليو مهم کښې د والدين خپلو بچو ته د پوليو نه د بچاؤ څاڅکي خامخه ورکړې
د پوليو فوکل پرسن بابر بن عطا وئيلي دي چې د پينځو کالو نه کم عمره ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکول قومي فريضه ده ، مونږ د پوليو د خاتمے هدف ته نزدي يو ، ټول والدين دي د پوليو خاتمي لړ کښې خپل کردار ترسره کړې