ملک کښې تير څليريشت ګهنټو دوران کورونا په وجه درې مريضان پحق رسيدلي دي

ملک کښې تير څليريشت ګهنټو دوران کورونا په وجه درې مريضان پحق رسيدلي دي ، شپږ سوه ، اته ويشت تازه کيسونه مخې ته راغلي دي ، اين آئي ايچ وائي چې ملک کښې د کورونا مثبت کيسز شرح دوه ، درې فيصده ريکارډ شوېده
د صحت قومي ادارې اين آئي ايچ کورونا متعلق تازه ترين تفصيلات جاري کړي ، وائي چې تير يو ورځ کښې کورونا لوجې درې مريضانو ساه ورکړېده ، يو سل ، دري شپيته مريضانو حالت نازک ښودلے شوے اين آئي ايچ وائي چې تير يو ورځ کښې کورونا نوولس زره نه زيات ټسټونه شوي دي ، چې په هغې کښې شپږ سوه ، اته ويشت کسانو ټسټونه مثبت راغلي دي ، ملک کښې د کورونا مثبت کيسز شرح تير يو ورځ کښې درې اعشاريه دوه ، درې فيصده ريکارډ شوې،