ملک کښې د جمهوريت نه بغېر پائيدار امن او استحکام ممکن نه دے

د پارليمان شريکې غونډې ته  صدرمملکت ممنون حسين وئيلي چې په ملک کښې د جمهوريت نه بغېر پائيدار امن او استحکام ممکن نه دے، دا د خوشحالۍ خبره ده چې اپوزيشن او حکومت په ګډه سره پاليسيانې جوړوي، وائي چې د بجټ په خساره او بې روزګارۍ کښې تر ډېره حده  کمے راغلے
د څلورم پارليماني کال وړومبۍ غونډه په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد کښې جاري ده په کومه کښې چې د څلور واړو صوبو وزيراعلي ګان، ګورنران ، د آرمي چيف جنرل راحيل شريف پشمول د درې واړو وسله وال فوځونو مشران، د آزاد کشمير صدر او وزيراعظم، په وفاقي سرښار اسلام آباد کښې تعينات غيرملکي سفيران او نور مهم شخصيات شريک دي 
غونډې ټه خپله وينا صدر ممنون حسين وئيلي چې په منطقه کښې  د امن او استحکام لپاره په افغانستان کښې امن لازمي دے ، پاکستان د افغان امن  مذاکراتو باندې زور راوړي، دې لړ کښې افغان حکومت سره هرقسمه مرسته هم کوي 
صدرمملکت د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې شهيدشوؤ ځوانانو لپاره د شهدا يادګار جوړولو اعلان هم وکړو او زياته ئې کړه چې د افواج پاکستان د قربانو قدر کوؤ
صدرمملکت وينا وه چې د ترهه ګرۍ په ضد قام اوچت عزم لري، د علماکرامو او دانشورانو داسې ګروپ جوړول ضروري دي کوم چې د ترهه ګرۍ او سخت دريزۍ په ضد جوابي بيانيه تشکيل کړي
صدرمملکت وينا وه چې آپريشن ضرب عضب کښې ټول اهداف به حاصلولے شي او د قبائيلي  اولس قربانۍ ئې هم وستائيلي 
د پاک چين اقتصادي راهدارۍ په حقله صدرمملکت واضحه کړه چې د دې لپاره ډېر په تيزۍ سره کار کول ضروري دي او د غلطۍ هيڅ قسمه ګنجائش نشته ، که چرې چاته هم په دې لړ کښې اعتراض وي نو هغه دې مونږ سره کښېنې او خپل تحفظات دي مخې ته راوړي