ملک کښې د معاشي استحکام دپاره پورته کړې شوي اقداماتو مثبت نتيجے راتلل شورو شويدي

0
55
وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نيشنل ډيولپمنټ کونسل قائم کړې شوې

ملک کښې د معاشي استحکام دپاره پورته کړې شوي اقداماتو مثبت نتيجے راتلل شورو شويدي ، د وزيراعظم عمران خان ټوئټ ، وزيراعظم وائي چې د تير کال جنورۍ مياشتي په مقابله کښې سخ کال د اولنۍ مياشتي دوران درآمدات کښې کمي او برآمدات کښې اضافه شوي دغه رنګه د تجارتي خسارے کښې د يو ارب ډالرو واضحه کمي راغلې دي
دا خبري وزير اعظم عمران خان د سماجي رابطو په ويب سائټ ټوئټر باندي خپل پيغام کښې ليکلي دي
وزيراعظم ليکلي دي چې د معاشي استحکام دپاره پورته کړې اقداماتو په وجه د جنورۍ مياشت کال دوه زره اتلسم په مقابله کښې روان کال په اولنۍ مياشت کښې درآمدات کښې کمي او برآمدات کښې د اضافے رجحان دي ولي تجارتي خسارے کښې د يو ارب ډالرو واضحه کمي راغلې دي
وزيراعظم مخکښې وئيلي دي چې د سروسز ټريډ خساره هم اتيا کروړ ډالر کمه ده ولي د تير کال جولائۍ مياشت نه سخ کال جنورۍ مياشتي دوران ليږلې شوي ترسيلات زر کښې د تير کال مقابله کښې دولس سوه اشاريه دوه فيصد واضحه اضافه شويده
وزيراعظم خان دا هم وئيلي دي چې د بهر ملکو کهاتو صورتحال کښې ښکاره بهتري هم زمونږ د معاشي حکمت عملۍ د کاميابۍ دليل دي