ملک کښې د ټماټرو بحران پيدا کيدو ورستو د ايران نه ټماټرو درآمد کړې شو

ملک کښې د ټماټرو بحران پيدا کيدو ورستو د ايران نه ټماټرو درآمد کړې شو

ملک کښې د ټماټرو بحران پيدا کيدو ورستو د ايران نه ټماټرو درآمد کړې شو، څلور ټريلري کوئټه او نهه ټريلي پاک ايران سرحدي ښار تفتان ته رارسيدلي دي، امکان دے چي اوس ملک کښې د ټماټرو نرخ کښې کمې راشي
ټماټرو بحران باندي قابو موندو لپاره ايران نه د ټماټرو سپلائي شروع کړے شويده، کسټم چارواکو مطابق ايران نه څلور زره پينځه سوه ميټرک ټن ټماټر پاکستان ته رارسيدلي دي، دغه ټماټر د کوئتي اووه کاروباري نجي کمپنو درامد کړيدي،
ايراني ټماټر به د کراچۍ او پنجاب پشمول د ملک نورو برخو ته رسولې شي
بلخوا د سوات ټماټرو فصل هم تيار شويدې، د کوم سپلائي چي هم د ملک بيلا بيلو ښارونو ته شروع کړے شويده
وئيلي کيږي چي د ايراني ټماټرو درآمد سره ملک کښې د ټماټرو نرخ کښې د کمې راتلو امکان دې