ملک کښې د پشکال بارانونه

ملک کښې د پشکال بارانونو نوي سلسله شروع شوي، سرښار اسلام آباد پشمول خيبرپختونخوا او پنجاب ځني سيمو کښې باران وريدلے، چي ورسره د ګرمۍ شدت کښې معمولي کمے راغلے، د زيات باران له وجي خوړونو کښې د اوبه سطح هم شويده،محکمه موسميات مطابق راتلونکي دري ورځو پوري به د باران سلسله جاري وي، اين ډې ايم اے غرځو علاقو کښې د لينډ سلائيډنګ انديښنه هم څرګند کړيده،

بيګا راهسي سرښار اسلام آباد او پنډۍ پشمول د خيبر پختونخوا مردان، صوابۍ، ملاکنډ، سوات، شانګله او هزاره ډويژن کښې باران وريدلے ، چي ورسره حبس او ګرمۍشدت کښې کمے راغلے دے د زيات باران له وجي د اسلام آباد په سړکونو اوبه جمع شوي، کوم چي د تالاب منظر وړاندي کوي، پشاور موړ انډر پاس سره ګاړي په اوبو کښې ډوب شويدي خيبر پختونخوا او پنجاب ځني سيمو کښې هم د زيات باران له امله خوړونو کښې د اوبه سطح سيوا شويده، محکمه موسميات مطابق راتلونکي دري ورځو پوري به د باران دا سلسله جاري وي، اين ډي ايم اے هدايات جاري کړيدي چي د زيات باران سره سيلاب او غرځو سيمو کښې دلينډ سلائيډنګ انديښه هم ده،خلق دي غير ضروري سفر نه ډډه اوکړي