ملک کښې د کورونا لوجې مرګونو او کيسونو کښې کمې راغلې

ملک کښې د کورونا لوجې مرګونو او کيسونو کښې تر ډيره حده کمے راغلے دے ، تير شوا روز دوران يو ديرش مريضان پحق رسيدلي او اوولس سوه ، اووه پنځوس تازه کيسونه رپورټ شوي ، اين سي او سي مطابق ملک کښې د کورونا مثبت کسيز شرح درې اعشاريه شپږ فيصده ريکارډ شوېده

نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر کورونا په اړه تازه تفصيلات جاري کړي دي ، اين سي او سي وائي چې تير څليريشتو ګهنټو کښې کورونا لوجې يو ديرش مريضانو ساه ورکړېده ، چې ورسره د مړو مجموعي شميره اوويشت زره ، پينځه سوه ، اووه نوي ته رسيدلې ده اين سي او سي مطابق تير يو ورځ کښې اوولس سوه ، اووه پنځوس کسان کورونا کښې مبتلا شوي دي ، د څلور زره ، دري ديرش مريضانو حالت نازک ښودلے شوے دے اين سي او سي وائي چې ملک کښې د کورونا مثبت کيسونو شرح تير يو ورځ کښې درې اعشاريه شپږ فيصده ريکارډ شوېده