ملک کښې د کورونا متاثرينو تعداد څلور شپيته زره اته ويشت ته اورسيدو

ملک کښې د کورونا متاثرينو تعداد څلور شپيته زره اته ويشت ته اورسيدو

ملک کښې کورونا کيسونو کښې تيزې سره اضافه روانه ده،تير څليريشت ګهنټو کښې د کورونا شپږويشت سوه شپږ ديرش تازه کيسونه رپورټ شوي چي ورسره ملک کښې د کورونا متاثرينو تعداد څلور شپيته زره اته ويشت ته اورسيدو،کورونا تير شواروز دوران نور اوه پنځوس کسان وژلي او ټول ملک کښې د مرګونو شميره ديارلس سوه اولس ته رسيدلي ده،دغه رنګ دوه ويشت زره دري سوه نه سيوا مريضان صحت ياب شوي هم دي
تير شواروز دوران ملک کښې نور شپږ ويشت سوه شپږ ديرش کسانو کښې د کورونا وائرس تصديق شوي چي ورسره د کورونا مريضانو مجموعي شميره څلور شپيته زره اته ويشت ته اورسيده، سند د پنځويشت زره نهه سوه درې کيسونو سره د ټولو نه زياته متاثره صوبه ده،دغه رنګ پنجاب کښې دوه ويشت زره نهه سوه څلور شپيته کيسونه رپورټ شويدي،خيبرپختونخوا کښې اته زره اته سوه دوه څلويښت کسانو کښې د کورونا تصديق شوي،بلوچستان کښې درې زره نهه سوه اته ويشت،اسلام آباد کښې دوه زره سل،ګلګت بلتستان کښې شپږ سوه اته پنځوس او آزاد کشمير کښې دوه سوه اوه ويشت کورونا کيسونه رپورټ شويدي
ملک کښې د تيرو څليريشت ګهنټو دوران نور اوه پنځوس کسانو د کورونا وائرس لوجي ژوند بائيللې چي ورسره ملک کښې د مرګونو مجموعي شميره ديارلس سوه اولس ته اورسيده ولي دوه ويشت زره درې سوه پنځه مريضانو کورونا له شکست ورکړې او صحت ياب شويدي

blank