ملک کښې يوه داسې طبقه ده چې د عربو او ايران لپاره فکرمند ده: فوادچوهدري

د اليکشن کميشن تشکيل معامله سپريم کورټ ته وړل به زمونږ بدقسمتي وي

وفاقي وزيرفواد چوهدري وئيلي دي چې په ملک کښې داسې يوه طبقه ده کومه چې د پاکستان نه زياته د عربو او ايران لپاره فکرمند ده، زمونږ د ملک سرحدونه محفوظ دي ، خلق اخترې نمانځي او خوشحالياني کوي، زمونږ لپاره د خپل ملک او قوم نه سېوا څوک هم اهميت نه لري
د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير فوادچوهدري ټويټ کړے، وائي چې زمونږ په ملک کښې يوه طبقه ده ، چا سره چې د پاکستان نه زيات د عربو او د ايران فکر دے،
فواد چوهدري دا هم وئيلي دي چي د مودي دغه ملکونو سره تعلقاتوکښې د هغۀ خلقو لپاره سبق دے څوک چې د خپل ملک او قوم عزت نه کوي، فوادچوهدري زياته کړيده چې د امت نه بلکه د خپل ملک سرحدونه مقدس دي،د امت په ځائے دې د خپل ملک فکر وکړي شي، زمونږ ملک او سرحدونه محفوظ دي، که چرې تاسو غواړۍ چې ملک کښې اخترونه وي ، خوشحاليانې وي، نو خپل سرحدونه مقدس اوګنړې