ملک کښې څوک کارکوى نو هغوى عدالتونو کښې راکاږلى کيږى

0
32

وزيراعظم شاهدخاقان عباسى وئيلى دى چې ملک کښې څوک کارکوى نو هغوى عدالتونو کښې راکاږلى کيږى ولې فيصله هغه وى کومه چې اولس ورکړى وى،دا ئې هم وئيلى دى چې حکومتى اقداماتو له وجے لوډشيډنګ باندې قابو موندلى شوى چې کومو علاقو کښې د بجلۍ غلا کيږى هلته به لوډشيډنګ روان وى
مظفرآباد کښې نيلم جهلم منصوبے وړومبى يونټ افتتاح کولو په وخت وزيراعظم شاهدخاقان عباسى وئيلى دى چې دا منصوبه جوړولو کښې حکومت ته ډير چيلنجونه رامخې ته وو ولې د دې باوجود هم دا مکمل کړے شوه
د هغه وينا وه چې نيلم جهلم منصوبه د پاکستان او چين مضبوط دوستانه تعلقات په ډاګه کوى او دا چې تير حکومتونو د بجلۍ په بحران قابو موندو لپاره هيڅ هم نه وو کړى
وزيراعظم زياته کړه چې د سياسى استحکام بغېر ملک ترقى نه شى کولے او راتلونکى ټاکنو کښې به اولس د ووټ د لارې خپله فيصله اور وى