ملک کښې کورونا کيسونو شرح کښې کمے راغلے دے

ملک کښې کورونا کيسونو شرح کښې کمے راغلے دے ، تير څليريشتو ګهنټو دوران کورونا مثبت کيسز شرح صفر اعشاريه اته ، اووه فيصده ريکارډ شوې ، دوه مريضانو ژوند بائيللے دے ، اين آئي ايچ مطابق يو سل ، يوويشت تازه کيسونه رپورټ شوي
د صحت قومي ادارې کورونا په اړه تازه تفصيلات جاري کړي دي ، اين آئي ايچ وائي چې تير يو ورځ کښي دوه مريضان پحق رسيدلي ، دوه اوويا مريضانو حالت نازک ښودلے شوے اين آئي ايچ ترمخه تير څليريشتو ګهنټو دوران ديارلس زره نه زيات کورونا ټسټونه شوي چې په هغې کښې د يو سل ، يوويشت کسانو ټسټونه مثبت راغلي دي ، ملک کښې د کورونا مثبت کيسز شرح تير يو ورځ کښې صفر اعشاريه اته ، اووه فيصده ريکارډ شوېده،