ملک کښې کورونا کيسونو کښې مسلسل اضافه روانه ده

ملک کښې کورونا کيسونو کښې مسلسل اضافه روانه ده، په يو ورځ کښې پينځه زره ، يو سل ، شپږ نوي تازه کيسونه رپورټ شوي دي ، کورونا په وجه پينځلس مريضانو ژوند بائيللے دے ، اين سي او سي مطابق ملک کښې د کورونا مثبت کيسز شرح لس اعشاريه يو ، اووه فيصده ريکارډ شوېده

نيشنل کمانډ اينډ اپريشن سنټر کورونا په اړه تفصيلات جاري کړي دي ، تير څليريشتو ګهنټو دوران کورونا کښې اخته پينځلس مريضانو ساه ورکړېده ، چې ورسره د مړو مجموعي شميره نهيشت زره ، يو سل ، اووه ديرش ته رسيدلې ده اين سي او سي وائي چې تير ورځ نور پينځه زره ، يو سل ، شپږ نوي کسانو کښې کورونا وائرس تصديق شوے دے ،د دولس سوه ، دري نوي مريضانو حالت نازک ښودلے شوے ، د يو پنځوس زره نه زيات کورونا ټسټونه شوي دي اين سي او سي مطابق ملک کښې د کورونا مثبت کيسز شرح لس اعشاريه يو ، اووه فيصده ريکارډ شوېده ، ملک کښې دا مهال د کورونا فعال کيسونو تعداد شپږ اتيا زره نه زيات دے،