ممتاز عالم دين مفتي نعيم پحق رسيدلے دے

ممتاز عالم دين مفتي نعيم پحق رسيدلے دے

ممتاز عالم دين مفتي نعيم پنځه شپيته کالو په عمر کښې پحق رسيدلے دے ، ترجمان جامعه بنوريه وائي چې مفتي نعيم د زړه بيمار وو او هسپتال ته اوړلو په وخت ئې ساه ورکړيده
د کراچۍ جامعه بنوريه مهتم مفتي نعيم پنځه شپيته کالو په عمر کښې پحق رسيدلې دے
ترجمان جامعه بنوريه ټاؤن مطابق عالم دين مفتي نعيم د زړه بيمارۍ په رنځ کښې مبتلا وو او چې کله ئې هسپتال ته اوړلو نو په لار کښې ساه ورکړيده
د مفتي نعيم په مرګ اپوزيشن ليډر شهباز شريف ، سربراه جميعت علمائے اسلام مولانا فضل الرحمان ، ګورنر سنده عمران اسماعيل ، وزيراعلي مراد علي شاه او نور اهم شخصياتو پشمول عام خلقو هم د افسوس اظهار کړيدے
د وزيراعلي مراد علي شاه وينا وه چې مفتي نعيم خدمات به تل ياد ساتلې شي،مفتي نعيم پورا ژوند دين اسلام او مسلمانانو خدمت لپاره وقف کړې وو