ممنوعه فنډنګ کيس،د اليکشن کميشن فيصلے پرضد د پي ټي آئي درخواست مسترد

عمران خان دي ټيريان قبول کړي يا دي انکار اوکړي،چيف جسټس اسلام آباد هائيکورټ

ممنوعه فنډنګ کيس،اسلام آباد هائيکورټ د اليکشن کميشن فيصلے پرضد د پي ټي آئي درخواست خارج کړے،عدالت د اليکشن کميشن لخوا تحريک انصاف ته جاري شوے شوکاز نوټس هم صحيح ګرځولے، پي ټې آئي خپل درخواست کښې د اليکشن کميشن فيصله غير قانوني ګرځولو استدعا کړي وه، په کوم چي عدالت په يوولسمه جنورۍ فيصله محفوظ کړي وه

 اسلام آباد هائيکورټ د ممنوعه فنډنګ کيس متعلق د اليکشن کميشن فيصلے خلاف د پي ټي آئي په اپيل محفوظ فيصله اوورولي ده،
عدالت خپله فيصله کښي د پي ټې آئي درخواست خارج کړے او د اليکشن کميشن لخوا پي ټې آئي ته جاري شوي شوکاز نوټس ئي درست ګرځولے دے
دا فيصله د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق په مشرۍ کښې لارجر بينج اورولي ده ،
پي ټې آئي ممنوعه فنډنګ کيس کښې د اليکشن کميشن فيصلے پرضد درخواست دائر کړے وو، او استدعا ئي کړي وه چي د اليکشن کميشن فيصله دي غير قانوني اوګرځولے شي،
اسلام آباد هائيکورټ د دلائل اوريدو ورستو په يوولسمه جنورۍ د پي ټې آئي په درخواست فيصله محفوظ کړي وه