منى لانډرنګ کيس،قومى احتساب بيورو د شهباز شريف ضمانت خلاف سپريم کورټ ته د تلو فيصله کړې

منى لانډرنګ کيس،قومى احتساب بيورو د شهباز شريف ضمانت خلاف سپريم کورټ ته د تلو فيصله کړې ده،نيب پراسيکيوشن ټيم اپيل دائر کولو لپاره تيارې شروع کړې دے

ذرائعو مطابق نيب لاهور د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف ضمانت خلاف سپريم کورټ کښې اپيل دائر کولو فيصله کړې ده،پراسيکيوشن ټيم ته ئې اپيل دائر کولو لپاره تيارې مکمل کولو هدايت کړې دے،څه موده وړاندے لاهور هائيکورټ آمدن نه زياتو اثاثو کيس کښې د شهباز شريف ضمانت منظور کړې وو،لاهور هائيکورټ د شهباز شريف نوم ايګزيټ کنټرول لسټ نه ويستلو او هغه ته اته هفتو لپاره بهر ملک ته تلو اجازت هم ورکړې وو،حکومت د شهباز شريف نوم تراوسه پورې بليک لسټ نه نه دے ويستلې،حکومت دغه فيصله هم چيلنج کولو اعلان کړې دے