مني لانډرنګ مقدمه کښې د زرداري او فريال تالپور جوډيشل ريمانډ کښې توسيع کړے شوے

مني لانډرنګ مقدمه کښې د زرداري او فريال تالپور جوډيشل ريمانډ کښې توسيع کړے شوے

ميګا مني لانډرنګ او پارک لين ريفرنس مقدمو کښې اسلام آباد احتساب عدالت د زرداري او فريال تالپور جوډيشل ريمانډ کښې د شپږويشتم نومبر پورې توسيع کړے او زرداري د علاج لپاره کراچۍ ته منتقل کولو درخواست ئې مسترد کړېدے
د احتساب عدالت جج اعظم خان د آصف علي زرداري او فريال تالپور خلاف جعلي بنک اکاؤنټس،ميګا مني لانډرنګ او پارک لين ريفرنس مقدمو سماعت کړېدے
فريال تالپور نن عدالت ته پيش کړي شوي ولې آصف علي زرداري پمز هسپتال کښې زير علاج لوجې عدالت ته نه وو وړاندي شوے
سماعت دوران د زرداري وکيل عدالت ته ووئيل چې موکل ئې کراچۍ هسپتال نه علاج کول غواړي بايد چې عدالت هغه له اجازت ورکړي
د نيب پراسيکيوټر د دې درخواست مخالفت کړي او وئيلي ئي دي چې دا معامله د عدالت دائره اختيار کښې نه راځي پکار دي چې دوي د ايګزيکټيو نه اجازت واخلي
د نيب په اعتراض سردار لطيف کهوسه ووئيل چې مونږ د ايګزيکټيو نه خيرات نه بلکه د عدالت نه خپل حق غواړو
د دواړو فريقينو دلائل اوريدو وروستو عدالت آصف علي زرداري د علاج لپاره کراچۍ ته منتقل کولو درخواست مسترد کړېدے
دغه رنګ عدالت د زرداري او فريال تالپور جوډيشل ريمانډ کښې د روانې مياشتې شپږويشتمه نيټې پورې توسيع هم کړېده