مهمندو کښې دوسله والو په ډزو د خاصه دار فورس اووه اهلکار شهيد شوي

مهمندو ايجنسۍ کښې د  نامعلومه وسله والو په ډوز  د خاصه دار فورس اووه  اهلکار شهيد شويدي،حمله کونکې تيښته کښې بريالې شويدي
سيکيورټي سرچينو ترمخه د مهمندو ايجنسۍ کړپه  سيمه کښې نامعلومه وسله والو د خاصه دار فورس په چيک پوسټ ډزې کړيدي چې په نتيجه کښې ئي پنځه اهلکار شهيد شويدي 
بلخوا د ايجنسۍ يکه غند تحصيل دروازګۍ سيمه کښې  هم نامعلومه وسله والو د خاصه دار فورس  په اهلکارو ډزې کړيدي چي په نتيجه کښې ئي  دوه اهلکار  تاج علي او بلال جان شهيد شويدي سرچيني وائي چي دوانړه اهلکار  د يو  شمسې ټيوب ويل په سيکيورټۍ ولاړ وو، د پيښې وروستو سيکيورټي فورسز  مړې تحصيل هسپتال ته منتقل کړيدي
 د دوانړو پيښو وروستو سيکيورټي فورسز  سيمه کښې د وسله والو ګرفتارۍ لپاره لټونې عمليات شروع کړيدي