مهنګائى مارچ ، اسلام اباد پشمول څلور واړو صوبو کښې به کنونشنز کولې شى

د مهنګائي مارچ نه وړاندي به اسلام آباد پشمول څلور واړه صوبو کښې کنونشنز کولے شي، په صوبائي سطح به پي ډي ايم جماعتونه جلسے هم کوي، د ترجمان پي ډي ايم حافظ حمد الله سټئيرنګ کميټۍ غونډے ورستو ميډيا سره خبري، حافظ حمد الله وئيلي دي چي ملک د بحرانونو نه راوباسلو لپاره يواځني لار دا ده، چي موجوده حکومت کور ته اوليږلے شي

د پاکستان ډيموکريټک موومنټ سټيئرنګ کميټۍ اجلاس شويدے، چي پکښې د مهګائي مارچ لپاره حکمت عملۍ جوړولو باندي غور شويدے، د غونډے ورستو ترجمان پي ډي ايم حافظ حمد الله ميډيا سره خبري کړيدي، وئيلي دي چي د مهنګائي مارچ نه وړاندي به اسلام آباد پشمول څلور واړه صوبو کښي کنونشنز کولے شي، د کوم نيټي به چي د مشاورت ورستو مقرره ولے شي حافظ حمد الله اووئيل چي د مهنګائي مارچ نه مخکښې به په صوبائي کچ پي ډي ايم کښې شامل جماعتونه جلسے هم کوي حافظ حمد الله وينا وه چي د مهنګائي مارچ طريقه کار به سټئيرنګ کميټي جوړه وي، کوم به چي ډير زر اوولس سره شريک کړے شي ترجمان پي ډي ايم اووئيل چي موجوده مسلط حکومت د خطرناک بيمارۍ نه کم دے،د عمران خان حکومت ختمول د ټولو بحرانونو يواځني حل دے