موجوده حکومت د ائي ايم ايف په ايجنډه روان دے

سکندر شېرپاؤ

د قومي وطن پارټي صوبائي مشر سکندر شيرپاو وئيلي دي چي موجوده حکومت د ائي ايم ايف په ايجنډه روان دے، ګراني او بے روزګارئي د عام خلکو ژوند يرغمال کړيدے او حکمران طبقه په وعدو پسي وعدے کوي او هغه هم د دروغو وعدے او تسلى
پيښور پريس کلب کښې د پريس کانفرنس په مهال سکندر شيرپاور وئيلي دي چي دوي د ائي ايم ايف سره د حکومت شوي معاهدے نه مني ، ولي چي د معاهدونه وړاندي حکومت قام او سياسي ډلے په اعتماد کښې نه دي اخستے او د شپے په تياره کښې ئي ټولے معاهدي کړيدي
دا وجه ده چي دوي ته د حکومت او ائي ايم ايف په مينځ کښې د شوو معاهدو په حقله هيڅ قسمه معلومات نشته،
دوي زياته کړيده چي حکومت په معاشي ، اقتصادي او سياسي توګه مکمل ناکامه شويدے، ولي چي د ګراني او بے روزګارئي شرح ورځ په ورځ سيوا کيږي او حکومت فقط دعوے کوي قام ته د دروغو تسلئ ورکوي خو موجوده حکومت ته دا هم معلومه نه دي چي حکومتونه تش په وعدو او تسلئ نه چليږي