موجوده حکومت د تاريخ ناکام ترين حکومت دې ، سراج الحق

0
12
موجوده حکومت د تاريخ ناکام ترين حکومت دې ، سراج الحق

د جماعت اسلامي مرکزي امير سنيټر سيراج الحق ووئيلي دي چي موجوده حکومت د تبديلي په نوم خلقو له زهر ورکړل او ددوي د حکومت منډا تر ائي ايم ايف او وړلډ بينک پوري ده ۔ په بره دير کښ د جماعت اسلامي د سوري لاندي يو تقريب ته د ووينا په محال سنيټر سيراج الحق ووئيل چي د تبديلي په نوم راغلي د تحريک انصاف حکومت کابينه کښ موجود ټول وزيران د پيپلز پارټي د وخت وزيران دي او خلقو ته دا پته نه لګي چي دا د زرداري حکومت دے يا د عمران خان د ووئيل چي د موجوده حکومت منډا د ائي ايم ايف او وړلډ بينک پوري ده دوي زياته کړه چي موجوده حکومت شپږ سوه اربه نوے ټيکس لګولو سره د دوايانو په قيمتونو کښ دوه سوه فيصده او د ګيس په قيمتونو کښ يو سل پينځه سلويښت فيصده اضافه شوي ده د کومي سره چي د غريب اولس ژوند ګران شوے دے دو ووئيل چي موجوده حکومت د پاکستان د تاريخ هغه ناکام ترين حکومت دے کومه چي په يو کال کښ دننه دننه ناکامه شوه دوي ووئيل چي په وفاقي کابينه کښ بدلون کولو باندي حکومت خپلي ناکامي پټه وي سيراج الحق ووئيل چي صدارتي نظام له پاره کوششونه عبس دي او پکار ده چي عمران خان پخپله حکومت پريږدي