موجوده حکومت د ټيکس نظام نور ښه کول غواړى ، تيمورسليم جهګړا

دخيبر پښتون خؤا دصحت او خزانې وزير تيمور سليم جهګړا وئيلي دي چې موجوده حکومت دټيکس نظام نور ښۀ کول غواړي او داچې دزنانه و معاشي پرمختګ لپاره لس مختلف قسمه منصوبې روانې دي

دپېښور په يو مقامي هوټل کښي دزنانه و دحقونو او تجارتي هلو ځلو دسرخط لاندي جوړي شوې دستورې ته دوينا په وخت صوبائي وزير تيمور سليم جهګړا وئيلي دي چې دتبديلۍ په دي سفر کښي زنانه کوټلے کردار تر سره کوي نو ځکه موجوده حکومت دزنانه و په خپلو خپو ودرولو لپاره پاخۀ ګامونه پورته کوي تيمور سليم جهګړا زياته کړه چې حکومت دتيکس نظام سره دملک معاشي پرمختګ تړلے دے او موجوده حکومت دې لړ کښي خپلې ټولې وسيلي په کار راولي