موجوده حکومت لاوارثه ماشومانو ته تحفظ ورکولو دپاره ګامونه پورته کوي

موجوده حکومت لاوارثه ماشومانو ته تحفظ ورکولو دپاره ګامونه پورته کوي

د خيبر پښتونخوا حکومت د ماشومانو د نړيوالي ورځ په مناسبت سره خصوصي دستوره اوشوه، دستوره کښې د وزيراعلي هاوس نه تر ګورنر هاوس پوري واک تر سره شوے، د خيبر پښتونخوا اطلاعاتو وزيرشوکت يوسفزئي وئيلي دي چي موجوده حکومت لاوارثه ماشومانو ته تحفظ ورکولو دپاره ګامونه پورته کوي،
د ماشومانو عالمي ورځ مناسبت سره ګنړ شمير ماشومانو په لاسونو کښې پلے کارډز او بينري اوچتے کړي وي په کوم باندي چي د ماشومانود تحفظ مختلف نعري ليک وي ، ماشومانو د وزيراعلي هاوس نه تر ګورنر هاوس پوري واک هم اوکړؤ،
په دي اړه وزيراعلي هاوس او ګورنر هاوس لاري خصوصي توګه جوړي کړے شوي وي،
د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزئي اووئيل چي د ماشومانو مسئلي د ټؤلي دنيا مسئله ده،او دا چي لاوارث ماشومانو ته تحفظ او انصاف دپاره د عدالتونو ته رسائي به ممکن جوړؤلے شي،
هغه زياته کړه چي پاکستان کښې ماشومانو باندي د تشدد خلاف اقدامات پورته کولو حوالي سره کار روان دے اودا چي صوبائي حکومت غواړي چي کوم ماشومان سکولونو ته نه ځي په هغوي کښې د تعليم په اړه خصوصي شعور بيدار کړي