موجوده حکومت په اولسي ستونزو حل کولو کښې په مکمله توګه ناکام شويدے

موجوده حکومت په اولسي ستونزو حل کولو کښې په مکمله توګه ناکام شويدے

دقومي وطن پارټي صوبائي چئيرمين سکندرخان شيرپاور وئيلي دي چي موجوده حکومت په اولسي ستونزو حل کولو کښې په مکمله توګه ناکام شويدے ځکه دوي ته په اخلاقي پکار ده چي په خپله مستعفي شي او دنوي انتخاباتو اعلان اوکړي
پيښور کښې د قومي وطن پارټي صوبائي کنوينشن ته د وينا په مهال سکندر شيرپاو وئيلي دي چي کارکنان دي د راتلونکي انتخاباتو دپاره تياريانے شروع کړي ولي چي موجوده حکومت د تاريخ ناکام ترين حکومت دے د دوي ټولے دعوے او وعدے دروغ ثابت شويدي
اولس ته د روزګار په نوم دهوکے ورکړے شويده بلکه په موجوده دور کښې ګراني او بے روزګاري د تاريخ بلند ترين سطح ته رسيدلي ده د ژوند دهړے طبقے سره تعلق لرونکے هر فرد متاثره شويدے
په کنونيشن کښې دهري ضلع تحصيل او ډويژن عهديدارانو په موجوده حکومت نيوکے اوکړے او په تنظيمي هلو ځلو ئي خبرے اترے وتجاويش وړاندے کړل، د نوي تنظيم سازي دپاره عهديدارانو ته نوي فارمونه ورکړے شول