موجوده حکومت په پي ايل اے پابندي لګولے چي لوجي ئي ترقياتي کارونه په ځائے ټپ شوي

0
6

د ضلع شانګلے حکومتي ټهيکدارانو وئيلي چي موجوده حکومت په پي ايل اے پابندي لګولے چي لوجي ئي ترقياتي کارونه په ځائے ټپ شوي او ډيرو مزدورانو بقاياجات هم پاتي دي او دغه مزدوره طبقه سره د بچو په لواګو تندو مجبوره شويده او ډير ټهيکدران ديواليه شول
حکومتي ټهيکدارانو زياته کړه چي که چري حکومت پرسنل ليجر اکاؤنټ کهولاؤ نه کړو نو روان ترقياتي کارونه به هم اودريګي او ترقياتي عمل به په مکمله توګه ټپ شي
دوي وينا وه چي د فنډ نيشتوالے هم يوه غټه مسئله ده،خو د پرسنل ليجر اکاؤنټ بندوالي سره هغه کارونه هم اورديدل کوم کښي چي فنډ موجود دے
دوي د وزيراعلي خيبرپښتونخوا نه مطالبه کړي چي د پي ايل اے نه دے پابندي اوچته کړي او روان ترقياتي عمل دي روان اوساتي او که چري پي ايل اے بند پاتي شو نو دا صوبه به نوره هم پسمانده شي او حکومتي ټهيکداران به په احتجاج ګوتي پوري کړي