موجوده سياسي حالاتو باندې د وينا ملک مزاحيه ګانې “يه کيا بات هوئي” ټرېلر جاري

0
87
موجوده سياسي حالاتو باندې د وينا ملک مزاحيه ګانې

اداکارې وينا ملک او اسد خټک په موجوده سياسي حالاتو باندې يوه مزاحيه سنده جوړه کړې ده چې سرنامه ئې ” يه کيا بات هوئي” ده۔ د ګانې ټرېلر جاري کړے شوے۔
د يو پرېس کانفرنس په موقع اداکارې وينا ملک وئيلي دي چې دا سندره موجوده وخت او سياسي حالاتو په صحيح شکل کښې ترجماني کوي۔
وينا ملک او اسد خټک په دې ګانا کښې ملکي سياستدانانو باندې ښۀ د زړۀ د اخلاصه تنقيد کړے دے او د نواز شريف چغه “مجهے کيو نکالا” هم پکښې شامله کړے شوې ده۔
دا سندره وينا ملک او اسد خټک په خپله وئيلې هم ده او د مختلفو سياستدانانو په شکل کښې هم پکښې راغلي دي۔