موجوده وخت پاکستان حکومت نه بلکې آئى ايم ايف چلوى، شاهد خاقان عباسى

Shahid Khaqan Abbasi. (File Photo: IANS)

موجوده وخت پاکستان حکومت نه بلکې  آئى ايم ايف چلوى،ملک کښې د ګرانۍ نه هر سړې پريشانه دې،د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ميډيا سره خبري،شاهد خاقان عباسي وائي چي مسلم ليګ ن به د هيڅ غيرآئني کار يا ډيل برخه نه جوړيږې

د مسلم ليګ ن رهنما شاهد خاقان عباسي اسلام آباد کښي ميډيا سره خبرو کښې په حکومت او نيب يوځل بيا سخت تنقيد کړېدې،وئيلي دي چي دا وخت پاکستان حکومت نه بلکه آئي ايم ايف چلوي شاهد خاقان عباسي وائي چي حکومت چيئرمين نيب په ملازمت کښې د توسيع کوشش کوي،نيب آرډيننس مقصد چيئرمين نيب له توسيع ورکول دي،مونږ به د دې آرډيننس لاندې هيڅ ريليف نه غواړو،مسلم ليګ ن به د هيڅ غير آئيني کار يا ډيل برخه نه جوړيږې پاک بهارت تعلقاتو په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې د مسلم ليګ ن مشر اووئيل چي عمران خان پخوا نه بهارت سره د ښه تعلقات جوړولو خواهش لري،پاکستان او بهارت معاملات صرف د متحده قامونو قراردادونو باندې عملدرآمد د لارې حل کيدې شې