مودې ته ايوارډ ورکولو خلاف سينيټ چيئرمن د يو اے اي دوره منسوخ کړي

مودې ته ايوارډ ورکولو خلاف سينيټ چيئرمن د يو اے اي دوره منسوخ کړي

بهارتۍ وزيراعظم نريندر مودې ته د متحده عرب امارات دورے دوران سول ايوارډ ورکولو خلاف سينيټ چيئرمن صادق سنجرانۍ د يو اے اي سرکاري دوره منسوخ کړيده
د سينيټ سيکټريټ نه جارې شوې اعلاميې ترمخه سينيټ چيئرمين صادق سنجراني د متحده عرب امارات سرکاري دوره منسوخ کولو فيصله کړيده
بيان کښې وئيلې شوي چې پاکستان د کشميريانو د جدوجهد ملاتړکوې او د متحده عرب امارات حکومت لخوا مودي ته د سول ايوارډ ورکولو خلاف چيئرمين سينټ د يو اے اي دوره ځنډولې ده
بيان کښې زياته کړې شويده چي د سينيټ چيئرمين صادق سنجرانې په داسې حالاتو کښې د يو اے اې دوره کولو سره پاکستانې قام او کشميريانو زړونه خفه کيدې شي
څرګنده دې وي چې د مقبوضه کشمير کړکيچن صورت حال باوجود د متحده عرب امارات ولي عهد شيخ محمد بن زيد النهيان بهارتي وزيراعظم نريندر مودې ته اعلې ترين سول ايوارډ ورکړے او وئيلي دي چي مودې د دې ايوارډ حقدار دے