موسمياتو محکمې صبا پورې باران واريدو پيشنګوئي کړېده

موسمياتو محکمې صبا پورې باران واريدو پيشنګوئي کړېده

سرښار اسلام آباد پشمول د ملک مختلف برخو کښې باران واريدي چې ورسره موسم خوشګوار شويدے،موسمياتو محکمې خيبر پښتونخوا، پنجاب،ګلګت بلتستان او کشمير په بيلا بيلو کښې صبا پورې باران واريدو پيشنګوئي کړېده
د موسمياتو محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پيښور،بنو،ملاکنډ،هزاره،اسلام آباد،پنډۍ،لاهور،ګوجرانواله،ګلګت او کشمير کښې ځائې په ځائې باران واريدلي دے
بيان ترمخه د خيبر پښتونخوا په ملاکنډ،مردان،کوهاټ،ډي آئي خان سيمو نه علاوه اسلام آباد،لاهور،پنډۍ،ملتان،بهاولپوراو ګلګت بلتسان کښې نن هم د باران واريدو امکان دے
بيان کښې زياته کړه شويده چې د اتوار په ورځ به د ملک په زياتره برخو کښې موسم اوچ وي ولې ملاکنډ،هزاره،مردان،پيښور،کوهاټ،پنډۍ، لاهور،اسلام آباد ،ګلګت او کشمير په مختلفو برخو کښې د باران امکان دے
دغه رنګ موسمياتو محکمې تيز بارانونو لوجې خوړونو کښې سيلاب او غريزو علاقو کښې لينډ سيلائيډنګ انديښنه هم څرګند کړېده