موسمياتو محکمې نن نه د جمعې ورځې پورې د باران امکان څرګند کړيدے

د ملک په زياتره بالائي او وسطي علاقو کښې باران وريدلے

نن به د ملک په زياتره برخو کښې په آسمان وريځې خورې وي، موسمياتو محکمې نن نه د جمعې ورځې پورې د ملک په مختلفو برخو کښې د باران امکان څرګند کړيدے، دې دوران د ملک بالائي علاقو کښې په غرونو د واورې او د بلوچستان په بعضې علاقو کښې د تيز باران سره د ږلۍ هم پيشن ګوئي شويده بلخوا پي ډي ايم اے پښتونخوا ټولو متعلقه ادارو ته د چمتو اوسيدو هدايات جاري کړېدي
موسمياتومحکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلے شويدي چې نن به د ملک په زياتره برخو کښې په آسمان وريځې خورې وي، دې دوران د خېبرپښتونخوا په بالائي او وسطي علاقو کښې د باران امکان دې ،دغه رنګ د بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمير په بعضې علاقو کښې هم د باران امکان څرګند کړې شويدے، موسمياتو محکمه زياتوي چې د باران دا سلسله به ترسبا پورې جاري وي،دې دوران د ملک په بالائي علاقو کښې په غرونو د واورې وريدو پيشن ګوئي هم شويده
بلخوا پي ډي ايم اے پښتونخوا د بارانونو پيش نظر ټولو متعلقه ادارو ته پيشګي اطلاعات ورکړي او هغوي ته ئې د ممکنه حفاظتي اقدامات وچتولو هدايت کړېدي