موسمياتو محکمې نن هم د ملک په ځينې بالائي علاقو کښې د باران امکان څرګند کړې

0
52
راتلونکي 24 ګهنټو کښې د ملک مختلف برخو کښې د باران امکان دې

موسمياتو محکمې نن هم د ملک په ځينې بالائي علاقو کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو امکان څرګند کړېدے ، ولې زياتره علاقو کښې به موسم يخ او وچ وي
موسمياتو محکمې وئيلي دي چې د ملک ځينې برخو هزاره ، پينډۍ ، ګوجرانواله ډويژن ، کشمير او ګلګت بلتستان کښې باران او په غرونو د واورې وريدو امکان دے ، ولې زياتره علاقو کښې به موسم يخ او وچ وي
تېره ورځ مالم جبه کښې د ټولو زياته نهه انچې واوره پرېوتې ده، کالام کښې دوه نيمې، بګروټ کښې يوه ، استور او هنزه کښې نيمه انچه واوره ريکارډ کړے شويده