مولانا فضل الرحمان به سياسي صورتحال باندې شهباز شريف او مريم نواز سره ملاقات کوي

مولانا فضل الرحمان به سياسي صورتحال باندې شهباز شريف او مريم نواز سره ملاقات کوي

موجوده سياسي صورتحال،چئيرمين سينيټ تبديلې په معامله به د جے يو آئي ف امير مولانا فضل الرحمان جاتي امرا کښې شهباز شريف او مريم نواز سره ملاقات کوي،فضل الرحمان به ليګي قيادت سره د پنځويشتم جولائي يوم سياه حکمت عملې ترتيب کولو اود احتساب روان لهر باندې هم خصوصي خبرې اترې کوي
اپوزيشن پارټيز د چئيرمين سينيټ تبديلې او موجوده حکومت ته ټف ټائم ورکولو دپاره په يو پيج راغلي ،دغه سلسله کښې اپوزيشن په پنځويشتم جولائي باندي يوم سياه مانځلو هم کړې ، دغه لړ کښي به نن ماښام مولانا فضل الرحمان د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف او نائب صدري مريم نواز سره ملاقات کوي ،
مولانا فضل الرحمان په خپل ملاقات دوران ليګي قيادت سره د چئيرمين سينيټ تبديلې معامله او راوان وخت دپاره حکمت عملي باندې خبرې کوي
زرائعو وينا ده چې ليګي او جے يو آئي قيادت به په پنځويشتم جوالائي باندې حکومت ته ټف ټائم ورکولو دپاره هم حکمت عملي او ترتيب تياروي