مولانا فضل الرحمان د نولسم مارچ نه حکومت خلاف د تحريک چلولو اعلان کړيدي

مولانا فضل الرحمان د نولسم مارچ نه حکومت خلاف د تحريک چلولو اعلان کړيدي

د جمعيت علمائے اسلام ف مشرمولانا فضل الرحمان د نولسم مارچ نه حکومت خلاف د آئين پاکستان تحفظ تحريک چلولو اعلان کړيدي، مولانا صيب وائي چې دې لړ به څلور واړو صوبو کښې به کنونشن منعقد کولې شې
د مختلفو اپوزيشن ډلو مشرانو غونډې نه پس مولانافضل الرحمان ميډيا سره خبرو اترو کښې اوئيل چې د ووټ عزت پامال کړي شويدې، ووټ ته د عزت بيانيه نفې کړي شوي، په نولسم مارچ به د پنجاب لاهور ښار نه حکومت خلاف آئين پاکستان تحفظ تحريک آغاز کولې شي، په دے لړ کښې به څلور واړو صوبو کښې کنونشن منعقد کولي شي، مونږ سره که څوک هم ولاړ نه وې خو د ډلې به په شريکه جدوجهد کوي
هغه اوئيل چې پيپلزپارټي نه خلک مايوسه شويدې، پيپلزپارټي زمونږ سره آن بورډ نه وه او نه دي، مونږ به قام لپاره پخپله لار جوړه وو، يو سوال په جواب کښې مولانا صيب اوئيل چې ن ليګ او پي پي پي که علامتې شرکت نه کوله نو يقين دهانو صورت حال به څه نور وه، اوس به زمونږ تحريک چولها جلاؤ او حکومت بهکاؤ وي
په دے موقع محمود خان اچکزئي،پروفيسر ساجد مير،قامي وطن پارټي، نيشنل پارټي ، جے يو آئي او جے يو پي غړي هم موجود وه