مولانا فضل الرحمان وئيلي چې د بدقسمتۍ نه په ملک کښې غيراعلانيه مارشل لا لګيدلي

مولانا فضل الرحمان وئيلي چې د بدقسمتۍ نه په ملک کښې غيراعلانيه مارشل لا لګيدلي

مولانا فضل الرحمان وئيلي چې د بدقسمتۍ نه مونږ موجوده نظام ته حکومت وايو،دا تش په نوم حکومت دے،نور خو په ملک کښې غيراعلانيه مارشل لا لګيدلي،اوس خو عملا ملک جرنيلان چلوي ،هغه کۀ ريټائرډ دي يا حاضر سروس، مولانا صيب وائي چې موجوده حکومت راو ستے خو اسټبلشمنټ دے ولې ن ليګ او پيپلز پارټۍ ورسره هم د اقتدار په اوږدولو کښې مرسته کړي،اوس د خپلو نه څۀ ګيله اوکړو،مونږ ان هاوس تبديلي نه نوي انتخابات غواړو
مولانا فضل الرحمان د حکومت سره سره په پيپلزپارټۍ او مسلم ليګ ن سخت ټکونه کړيدي
د جے يو آئي مشر وئيلي چې عمران خان راوستې ايسټبلشمنټ دے خو د اقتدار وخت ورته دوه اپوزيشن ګوندونو پيپلزپارټۍ او ن ليګ سيوا کړې مولاناصيب وائي چې ملک کښې غير اعلانيه مارشل لا ده او د فوج حاضر سروس او ريټائرډ افسرانو ته ټولې ادارې سپارلې شويدي
کوم تن چې پنځه کالو لپاره منتخب شوې وو اوس پخپله وائي چې ورسره شپږ مياشتې ټائم دے
مولانا صيب دا هم وئيلي چې هغه ته ګيله د خپلو دوستانو نه ده او په ان هاؤس بدلون کښې هيڅ قسمه دلچسپي نه لري ،نوي انتخابات د ټول اپوزيشن مشترکه غوښتنه ده او دا چې سياست دانانو ته پکار دي چې عوام خبر کړې چې څنګه نااهل خلق اقتدار ته راوستې شوي