مولانا فضل الرحمان وزيراعظم ته د قومي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو کښې حصه نه مشوره ورکړي

مولانا فضل الرحمان وزيراعظم ته د قومي اسمبلۍ ضمني انتخاباتو کښې حصه نه مشوره ورکړي

مولانا فضل الرحمان وزيراعظم شهبازشريف ته مشوره ورکړي چې د قومي اسمبلۍ په ضمني انتخاباتو کښې حصه نه دي اخستل پکار، د وزيراعظم سره په ملاقات کښې مولانا دا هم وئيلي چې اليکشن کميشن ته په پنجاب او پښتونخوا کښې د انتخاباتو تاريخ د امن و امان او اقتصادي صورتحال په پام کښې د ساتلو ورستو ورکول پکار دي

ذرائع وائي چې د پي ډي ايم صدر مولانافضل الرحمان په لاهورکښې د وزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات کړے او ورسره ئې د ملک په سياسي صورتحال او په عمران خان باندې چليدونکي مختلفو کيسونو باندې خبري کړي د ملاقات په مهال د مولانا فضل الرحمان وينا وه چې قوي امکان دے چې عمران خان به ډيرزر نااهله شي،مولانا د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف ته مشوره ورکړې چې پي ډي ايم ته په شريکه باندې د قومي اسمبلۍ په ضمني انتخاباتو کښې برخه نه دي اخستل پکار،دا رنګې اليکشن کميشن ته هم په پنجاب او پښتونخوا کښې د انتخاباتو تاريخ د امن و امان او اقتصادي صورتحال په پام کښې د ساتلو ورستو ورکول پکار دي ذرائع وائي چې په دے موقع د وزيراعظم شهبازشريف ويناوه چې په آل پارټيز کانفرنس کښې د ټولو جماعتونو سره په شريکه د اليکشن او معيشت تر څنګ په ټولو امورو باندې متفقه تګلاره جوړول پکار دي،وزيراعظم مولانا ته باور ورکړے چې د ملکي معيشت ټهيک کولو لپاره شپه او ورځ کوششونه کوؤ،د ګرانۍ په لهر باندې به ډير زر قابو اوموندلے شي