مولانا فضل الرحمان پي ټي آئي ته چيلنج ورکړے

مولانا فضل الرحمان پي ټي آئي ته چيلنج ورکړے ، وائي چې عمران خان کښې دومره صلاحيت او توان نيشته چې هغه اسلام آباد ته لانګ مارچ اوکړي ، ځکه چې د هغه کارکنان په ګرمه زمکه خپې نشي کيښودے، دا خلق مونږه ازمائيلي دي ، آرمي چيف تعيناتۍ په اړه مولانا ووئيل چې دا هيڅ مسله نه ده هغه به د آئين مطابق کيږي ، عمران خان بيان نه داسې معلوميږي چې هغه آرمي چيف سره ملاقات شوے خو ناکام شوے دے

مولانا فضل الرحمان دا خبرې مزاحيه شاعر سلمان ګيلاني رهائش ګاه کښې ميډيا سره خبرو کښې کړي دي، مولانا فضل الرحمان ووئيل چې د عمران خان معاشي پاليسو لوجې رياست کمزورے شوے ، مفتاح اسماعيل په ځائې اسحاق ډار راوستلو مقصد معيشت ښه کول دي مولانا فضل الرحمان وينا وه چې آرمي چيف تعيناتي هيڅ مسله نه ده هغه به د آئين مطابق کيږي ، عمران خان بيان نه داسې معلوميږي چې هغه آرمي چيف سره ملاقات شوے خو ناکام شوے دے مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې د عمران خان جلسې اقتدار نه د لرې کيدو په غم کښې کيږي ، عمران خان کښې دومره صلاحيت او طاقت نيشته چې هغه اسلام آباد ته لانګ مارچ اوکړي ، ځکه چې د هغه کارکنان په ګرمه زمکه خپې نشي کيښودے ، دا خلق مونږه ازمائيلي دي