مولانا فضل الرحمن پګارا هاؤس کښې پير پګارا سره ليدل کتل کړي دي

0
11
صدارتي اميدوار مولانا فضل الرحمان به نن د کراچۍ دوره کوي

جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن دجي ډي اے ،او ايم کيو ايم نه په صدارتي اليکشن کښې دمرستې په طمعه کراچۍ دوره کړے ده چرته چې هغوي پګارا هاؤس کښې پير پګارا سره ليدل کتل کړي دي
جمعيت علما اسلام مشر مولونا فضل الرحمن کراچۍدوره کړے ، کراچۍ دورے پر محال هغوي په اوله کښې دفنګشنل ليګ ډلې او دجي ډي اے مشر پير پګارا سره کنګري هاؤس کښې ليد کتل کړي،دفنګشنل ليګ مشر پير پګارا سره خبرو په وخت مولانا دصدارتي انتخاب په وختے دمرستې غوښتلو خبرے هم کړي
مولانا فضل الرحمن دايم کيوايم مشرانو سره هم ليدل کول دخپلې دورے ايجنډه ټاکلې ده مولانا دايم کيو ايم نه هم دمرستې لپاره ډير په طمعه دے هم ددغې طمعې په وجه هغوي دايم کيو ايم نه هم دخپلې مرستې خبرے به منطقي انجام ته رسوي
ياده دې وي چې مولانافضل الرحمن ددے نه وړاندے هم پاکستان پيپلز پارټۍ سره دخپلې مرستې لپاره مولاقاتونه هم کړي دي ولې هغه ټولې طمعې پيپلز پارټۍ په خپل انکار ختمې کړي رواني مياشتې په څلورم سيمبر کيدونکې صدارتي اليکشن کښې دپي ټي آئي عارف علوي ، پيپلز پارټۍ اعتزاز حسن سره سره مولاناهم دنواز ليګ اودنورو اپوزيشن ډلو لخوا اميدوار منتخب شوې دے