مولانا فضل رحمان وېئلى چې په هر صورت به د موجوده نالائق حکومت خاتمه کوی

مولانا فضل رحمان وېئلى چې په هر صورت به د موجوده نالائق حکومت خاتمه کوی

بنو هائى وے لنک روډ باندې د جے يو ائى مشر مولانا فضل رحمان احتجاجی دهرنې ته د وينا پرمهال په موجوده حکومت سخت ټکونه کړيدى
وائى چې دوی به په هر صورت د موجوده نالائق حکومت خاتمه کوی او قام به د مصيبت نه را اوباسی.
مولانا فضل رحمان پۀ خپلو خبرو کښې زياته کړه چې موجوده حکومت سره د کنځلو نه بغېر بله يوه منصوبه هم نشته او ټول کارونه پۀ بېرونی ايجنډه باندې کوی چې د ملک د پاره تاوانی دے.
مولانا فضل رحمان پۀ موجوده حکومت د چین سره د ملګرئ ختم کولو تورونه هم ولګول او وې ويل چې د چين پشان ملګرے ملک ئې مرور کړېدې
بلخوا په شپږمه ورځ هم د بنو هائى وے لنک روډ د جے يوائى دهرنې لوجې بند دې چې لوجې ئې خلق يو شمير مسئلو سره مخ دى