مولوى امير خان متقى وئيلى دى چې پرامن افغانستان د سيمې ټولو ملکونو مفاد لپاره ضرورى دے

افغان خارجه وزير مولوى امير خان متقى وئيلى دى چې پرامن افغانستان د سيمې ټولو ملکونو مفاد لپاره ضرورى دے،اسلامي امارت ټولو ګاونډي ملکونو سره ښه تعلقات قائمول غواړي، افغان خارجه وزير باور ورکړېدے چې افغانستان به د هيڅ ملک په کورني معاملو کښې مداخلت نه کوي او توقع لرو چې نورملکونه به هم د افغانستان په داخلي معاملو کښې لاس وهنه ونه کړي

دوحه کښې يو کانفرنس ته د وينا په وخت مولوي امير خان متقي وئيلي دي چې افغانستان کښې امن په ځائې شوېدے او د څلويښت کالو نه پس په وړومبې ځل ټول افغانستان د یو خپلواکۍ د سوري لاندې دے د هغه وينا وه چې اسلامي امارت دسيمې ملکونو او ټولې نړۍ سره د تعلقاتو نوې دور پرانستل غواړي، مونږ د نورو ملکونو د جائز مفاداتو او مطالباتواحترام کوؤ بايد چې نړۍ دې هم د افغانستان د خپلواکې او سالميت احترام وکړي افغان خارجه وزير دا هم وئيلي دي چې د افغانستان د عدم استحکام او جنګونو لويه وجه د نورو ملکونو لخوا په افغانستان قبضه کول او د افغانستان په سياسي ډهانچه کښې مداخلت کول وو مولوي امير خان متقي زياته کړيده چې طالبانود شل کاله جائز مداخلت وروستوافغانستان کښې د يو اسلامي نظام سنګ بنياد کيښود او امير المومنين يو داسې نګران کابينه وټاکله چې پکښې د ملک د ټولو برخو نامتو شخصيات شامل دي چې مقصد ئې حکومتي مشن جاري ساتل وو افغان خارجه وزير د تير څو کالو راهسې د امريکې او طالبانو ترمينځ د مذاکراتو کوربه توب کولو باندې د قطر د حکومت شکريه هم ادا کړېده