مولوى محمد يعقوب مجاهد کابينې غړو ته هدايات جارى کړيدى

دافغانستان وزير دفاع مولوي محمد يعقوب مجاهد کابينے غړو ته هدايات جاري کړي دي ، وئيلي دي چې خپلو صفونو نه فساديان ، کرپټ او بدنام خلق لرې کړۍ ، ګنې خلاف به ئې سخته کاروائي کولے شي ، څو ورځې وړاندې چې کومي شخصي وژنې شوي په دې کښې طالبان ککړ نه دي ، ځکه چې طالبانو د عام معافۍ اعلان کړے دے او هیڅ مجاهد حق نه‌ لري چې د عام معافۍ وعده ماته کړي او یا د هغې خلاف بدل واخلي

دافغانستان وزير دفاع مولوي محمد يعقوب مجاهد کابينے غړو ته وئيلي دي چې يو ادارے مشر دي هم خپل عمله کښې کرپټ، فسادي او بد نام خلق نه بهرتي کوي، که چا دغه خلق د خپلو صفونو نه لرې نکړل نو بيا به دغه ټوله ډلې نيولے شي او خلاف به ئې سخته کاروائي کولے شي محمد يعقوب په اراکينو غږ کړے طالبان دي سرکاري دفترو کښې مداخلت هم نه کوي،او سرکاري ملازمين دي خپل کار ته پريخودے شي خپل اخلاق ښه کړۍ، سرکاري خرچه باندي يو ولايت نه بل ولايت له چکري مه لګوۍ ، دا مجاهد شان دے ، دې سره د مجاهدينو بدناميږي محمد يعقوب دا هم وئيلي چي طالبان دې خلقو سره خپل چلن ښۀ کړي او بے ځائے دې سلفياني نه اوباسي ، څوک دې په غلط فهمۍ کښې نه اوسي چې زه خو د اوچت کمانډر ملګرے يم ، چا چې هم غلط حرکت اوکړو نو شريعت مطابق به ورته سزا ورکولے شي هغه ووئيل چې څو ورځې وړاندې چې کومي شخصي وژنې شوي په دې کښې طالبان ککړ نه دي ، ځکه چې طالبانو د عام معافۍ اعلان کړے دے ،که طالبان له چا سره شخصي دعوا لري، نو محکمې سره دې رجوع اوکړي او له هغې لارې دې‌ خپل مشکل حل کړي محمد يعقوب دا هم خپلو غړو ته وئيلي دي چې زۀ داسې خبرې اورم چې دا کار غلط شوے يا داسې شوې ، څوک دې ما ته وائي چې کوم کار په دې نظام کښې د شريعت خلاف شوے ؟ د خپلو مشرانو خبره منۍ د دوي په اوږو ډير لور پيټے پروت دے ، دې نظام بچ کيدو په خاطر مونږ اوړو اوړو خبرو پروا ونکړو محمد يعقوب بار بار په دې خبره زور راوړے چې مجاهدين وروڼه دې داسې کار اونکړي چې اسلامي امارت ته نقصان ورسي ځکه چې دغه امارت د ډيرو شهيدانو په قربانۍ ترلاسه شوے