مومند ايجنسۍ کښې سيکورټي فورسز پينځه ترهه ګر وژلې

0
46
مومند ايجنسۍ کړپه سيمه کښې سيکورټي فورسز سرچ آپريشن دوران  پينځه ترهه ګر وژلې شويدي ،  وژلې شوي کسانو نه افغان کرنسي او  باردوي مواد هم ترلاسه شويدي
د ايف سي ذرائع مطابق دوه ورځي وړاندې په کړپه سيمه کښې د خاصه دارو په چيک پوسټ د حملے وروستو عمليات جاري وو چې نن سيکورټي فورسز د وسله والو له لورې  د مزاحمت سره مخ شول 
سيکورټي فورسز وائي چې امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کښې فضائي عمليات هم کړي چې په نتيجه کښې ئې د جهګړې د ځائے نه پينځه مړي موندلې شوي او قوي امکان دې چې هم  دغه د  مزاحمت کوؤنکي ترهه ګرو مړي دي 
سيکورټي زياتوي چې په نښه کړې شوي ځائے نه بارودي موادو سره سره بهر ملکي کرنسي هم  ترلاسه شويده 
امنيتي  سرچيني د سرچ آپريشن  په حواله وائي چې د مومندو په پينډيال تحصيل کښې د کرپې او ورسره تړلي نورو سيمو کښې به لا سرچ آپريشن عميليات جاري وي 
د يادونې وړ دي وي چې دوه ورځي وړاندې په ياده سيمه کښې د خاصه دارو په چيک پوسټ دهشتګردو حمله کړے وه چې په نتيجه کښې ئې اووه خاصه دار اهلکار شهيدان شوي وو