مونږ به راتلونکى ورځو کښې د پاکستان سره تعلقاتو جائزه اخلو،انتونى بلنکن

د امريکي وزير خاجه انتوني بلنکن وئيلي دي چي مونږ به راتلونکي ورځو کښې د پاکستان سره تعلقاتو جائزه اخلو، د افغانستان متعلق د پاکستان يو شمير داسي مفادات دي کوم چي د امريکي سره متصادم دي، انتوني بلنکن مطابق راتلونکي وخت کښې انساني بحران نه بچ کيدو لپاره به اوس طالبانو سره اړيکي ساتل ضروري وي، بلخوا ارکان کانګرنس غير ملکي فوج انخلا په معامله بائيډن انتظاميه باندي سخت تنقيد کړے، او وئيلي دي چي انټلي جنس ناکامۍ پټولو لپاره مسلسل دروغ وئيلي کيږي

د امريکي وزير خارجه انتوني بلنکن کانګرس په وړاندي پيش شوے، او د افغانستان نه انخلا او راتلونکي حکمت عملۍ په اړه ئي بريفنګ ورکړيدے انتوني بلنکن وئيلي دي چي د افغانستان متعلق پاکستان يو شمير داسي مفادات دي کوم چي د امريکي سره متصادم دي،امريکه به راتلونکي ورځو کښې د پاکستان سره تعلقاتو دوباره جائزه اخلي امريکي خارجه وزير الزام لږولے دے چي د پاکستان طالبانو سره ژور تعلقات دي، او شل کاله ئي کابل کښې د امريکي حمايت يافته حکومت پرضدئي جنګ کړيدے بلنکن مطابق امريکه او مغربي ملکونه د طالبانو فتح ورستو تشويش ښکار دي ولي د انساني بحران نه بچ کيدو لپاره به اوس طالبانو سره اړيکي ساتل ضروري وي ارکان کانګرس افغانستان نه انخلا په معامله سخت تنقيد کړے، وئيلي دي چي انټلي جنس ناکامۍ پټولو لپاره مسلسل دروغ وئيلي کيږي، ارکان کانګرنس مطالبه کړي چي کابل ائيرپورټ دهماکه کښې مړه شوي امريکي فوجيانو لواحيقين ته دي حقائق اوښودلے شي